د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
عبدالوکیل متین

ځمــا وطـن

چې د پت له خاورى جوړ دى ننگرهارځما وطن دى
چې ډگر د سربازۍ دى قندهار ځما وطن دى
د سکه ورونو په وينو ئې سره شوي دي راغونه
دا کابل دى که باميان دى يا تخار ځما وطن دى
هر سکندر ترې شړل شوى دى په هوډ د افغانانو
هره دشته ئې ميوند دى هر فرخار ځما وطن دى
د کونړ د تاترو او
خيبر څوکې درته ستايم
هراغيار چې پرې غوڅ شوى دا تلوار ځما وطن دى
په چړو ازمايل شوى د تاريخ هره پېړۍ کې
لا
ټيټ شوى نه دى چاته دا تاجدار ځما وطن دى
چې توراڼې يې په سر د خپلواکۍ سندرې وايي
دغه ونه ، دغه ځاله، دا
چنار ځما وطن دى
په همت د تږو ژبو، خبردار وايي اغيار ته
د گوربت او شاهين ځاله، دا کوهسار ځما وطن دى
کتابونه پرې ډکېري کاڼي بوټي يې عظمت دى
که لوگر دى که پکتيا ده ټول ديار ځما وطن دى
د واخان له جگو څوکو
تر هراته ورنه زار شم
د احمد د تورې کرښه تر مزار ځما وطن دى
هر پښتون، تاجک، ازبک او نور قومونه يې گلونه
زه متين چې پرې مين يم دا گلزار ځما وطن دى

د شاعر نور شعرونه ←