افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
یرغمل
دزمانې د کږلیچونو د تیارو له تل نه
د خفاشانو په څیر ،
د لوټمارانو ډلې ...
یوه
په بلې پسې.....
شوي
را بهر په بیړه ؛
او یو ملت ئې یر غمل
ونیوه....
یوې ترې برم د تاریخ وغوښته
یوې شمله د عزت
،
یوې غرور او عظمت ورڅ
خه ،
اویوې بلې آزادۍ او سوکالۍ ورځینې ؛
هرې یوې ولوټه ،
هرې یوې وشکاوه ،
هرې یوې وواهه ، وټکوه
وځوراوه ؛
ورنه يې هر څه ویوړل .
خو دی لا اوس هم یرغمل پاتی
دی ؛
او تر خې شپې تیروي .