پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
پيغام
نور دې له غاړې ټوپک لرې کړه قلم واخله
پښتونه ګام د نړيوالو سره سم
واخله
نن د زړو وسلو دوران تير شوی بل زمان ده
بچو ته وايه د مکتب په لور قدم واخله
ورور دې له لاسه ځنې
ونيسه له خوره سره
ځان د سيالانو سره سيال کړه جام د جم واخله
د اتفاق يووالي ستنې کور کې ودروه
د خوږو
زړونو رغيدو لره ملهم واخله
د پلار نيکه شان او شوکت او دبدبه په ياد کړه
بيا دې کور دننه وګوره قدم واخله
لومړی له نه ټولو زده کړه د ژوندون کوله
څه تجربه د ژوندانه له زير وبم واخله
تر څو به ته خوار او حيران اوسې پخپل وطن کې
د نوي ژوند په لوري پوهه له عالم واخله
په منفي سترګه هر څه مه ګوره او لاس په کار شه
قدم د ژوند په طريقه د بنيادم واخله
ملي مشرانو لارښوونکو باندې قام راټول کړه
په علم پوهه واک د حقه سره
سم واخله
د خدمتګار دغه پيغام په اولادو تطبيق کړه
د يو سرلوړي ژوند په لور ورله قلم واخله
مزدور
زوی