پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
پوښتنه؟
ډیری وینی توی شوی ډیر سرونه قربانی شوله
څوک به راته ووایی چی کله خوشحالی راځی
ډیر میندل بوری شوی په خپلو اوپردو باندی
ورک سوله نسلونه کوم یونسل ته ښادی راځي
مونږه خو لوستلی دوذخونه کتابونو کی
وایه ملا وایه څه توپیر دی دوذخونوکی
دا کلونه نه دی نه لسیزی دپیړو جګړه
کله دخپلوانو او بیا کله دپردو جګړه
دازمونږ دپلرونو دنیکونو اونسلو جګړه
دلته شوی نابودی ککری ترخلاصیدو جګړه
ایا په رښتیا مونږه پیدایو وجګړو لره؟
ځمکه دالله باندی دیو بل قتلیدو لره؟
مونږه
دپردیو په باروتو لولوپه شولو
وسوځیدو ورک شو خاکستر شو اوایره شولو
کلی کنډواله شو ماشومان مو دټو پک سره
لوی شوله لوبیږی دمرمیو اومردک سره
ډکی هدیری شوی زموتنکو تنکو بچو باندی
ورک شول اولسونه په
بمونو راکتو باندی
دلته خندا پریږیده حتی زمونږځنی ژړا خفه
زړه خفه سودا خفه دسولی تمنا خفه
خپل خفه پردی
څلورکنجه دنیا خفه
داسی خوبه نه وی چی له مونږ ځنی عقبی خفه
دا خورانه لاړه زه دهغی په سودایمه
وایی«
نوزادی» دا به ترکومه په ژړایمه