افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
دکلي ماذدیګر
لمر وې زرېنې کړې خپلې تتې وړانګې
دتیارو غیږ ته یې سپارلې وی
اجل نېولې وړانګې
دغره په سر وه داسمان سره لمن
غوړېدلې، خوب نېولې
پاس دتوتو په لښتو چیغه هار
دتوتکیو
زړه ته نېغې ور وستلې دخدای ښکلې نغمې
دلنډې غونډۍ په سر په هاغه پنډه تیګه
دڅیوڅیوکو خال اذان غږ
ېده
پاڼې ټولې وې را ټولې په اتڼ وې په ګډا
نري باد وې اخته کړې په چکچکو په نڅا
د چېنې خوا ته وې را غونډې
دبر
او کوز کلي ټولې پیغلې
په نازکو او پستو لپو یې
ډکول په غمیو پوښلي منګي
وه دمستۍ او دځوانۍ شېبه
په کړس
خنداوو وه را ګېره
دماذدیګر هغه رنګینه فضا
دګودر غاړه وه له شور ماشوره ډکه
ترنګ دجامونو له منګو
واته
دسپینو لېچو له بنګړو به چې شرنګ شو پورته
څه وه دخدای په نعمتونو اورېدلې سیمه
خدایه تل لرې
ژوندی
ها دکلي
هغه زرین او میئن ماذدیګر
۲۰۰۸،۰۱،۲۱ وزیر اکبر خان - اشنا تلویزیون