پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
د ژوند معماء
کله ګل کــــــــــــله ګلاب شي کــــــــله جام شي د شــــــــراب
کله ســـــــــوز مې د زړګــــــي شي او تصــوير شي د سراب
کله مينه او وفا شي غلچــــــــکۍ مـــــخ تــــه ښکـــاره شـــي
کـــــــله درد او بيـــــــــا دوا شي او ملهـــــــم شي د عنـــــاب
کــــله څــــــاڅــــکی شي د پرخې د ګلاب پر شوڼډو پريوځي
کله نـم شــــــي او شبنــــم شــــــي ښـــــاپيــری شي د کتـــاب
څــــه وږمه د سبـــاوون شي زلفـــې ورانې په رخســار کړي
کلـــه آه شي د زړګي مـــــې او احســــــاس شـــــي د شبــــاب
کلــــــه ژوند هغه بيــــړی شــــي چــــې ساحل
ته نـه رسيږي
کله جول کلــه جپـــه شــــــي لــــــړزوي مــــې د زړه بــــاب
د زړګــي په وران کنـــډر کې د اميـــد مستــــي خپــــره کړي
کله جام د ميخـــــــانې شـــــــي کله ترنــــګ شي د ربـــــــاب
\"مسعود\" واېې زړه مې څه دی دا په کوم يو خيال کې ډوب شو
ښــــــایي دا هغــــــه معمــــــا
وي چې ېــــې نشتـه هيڅ ځواب