د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10557 شعرونه
احمدجان نوزادي

دازادی نړی

چی دبل په توره غورځی هغه پرځی
چی بزګر زوزان کری اغزی به ریبی


چی پخپل مټ دی کرلی او روزلی
چی هرڅوک هرڅه کری هغه به ریبی



کرونده دګلو وکړه چی ګلان شی

چا لیدلی په ګلبڼ کی دی زوزان



په پښتو کی یو متل دی داسی وایی
په پردی لاس باندی مه وژنه ماران



دخوبونو تعبیر مه کوه ملا ته
ملا نه باسی تعبیر په سم بیان



دقومونوخیرغواړه چی کامران شی
قوم تاریخ دی قوم عزت دی قوم وجدان



په پردی اس باندی مه ویاړه عزیزه
دکړنګ نه به دی کړی لاندی روان



مخامخ چی دی صفت کړی یاردی نه دی
دترخو نه شفا اخلی بیماران



د، آدی زړه سول میره کولای
نه شی
دبابا ځای بابااندر نیولای نه شی



که عزت دی او که شان دی یا شوکت دی
بس مینده شی په خپل مټ قوی
ایمان



نوزادی وای ازادی داسی دنیا ده
چی لذت یی مینده نه شی په جهان

د شاعر نور شعرونه ←