افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
غزل
دښاغلی عاصي اشنغري دشعر په ليکه:
خود به
اعلان دپاکې مېنې کوم په جار کوڅه کې
رقيب مورچله جوړه کړې ده د يار کو څه کې
چې په ژوندون مې پښتني
غرور راونه وژنې
تنديه مات شه خو ټيټ نشې د اغيار کوڅه کې
مينه به څه
دغيرت واخلي امتحان راځنې
خندان روان يمه مزل کوم د دار کوڅه کې
داورني عشق په لمبو کې به ايره ايره شي
نفرت له دې وېرې کړه خپله کډه بار کوڅه کې
د دې مالت په ثوابونو باندې اور پورې شو
هر څوک په وياړ دګناهونو کوي شمار کوڅه کې
چې يې کچکول
له حماسونه له ټپونه ډک وو
خپلواکه نشته اوس ملنګ ديکه زار کوڅه کې