افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
پسرلی
پسرلی
ملنگ جان
پسرلى شو بيا ګلونه
توتكي راغلل سيلونه
نسيم راغى له شماله
غونچو څنډوهل سرونه
څانګو واچول لستوڼي
پاڼو چكوهل لاسونه
جنتي ملخان راغلل
سرې ممى لكه لالونه
سپنډې سپرغې شوى پر دښته
خټكي سپړي ګلونه
د واښو ګيډى به راوړي
جونو واخيستل لارونه