افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
غزل
ستړى اوستومانه له خپل کاره هره ورځ
راځم چي، په دې کلي په دې لاره هره
ورځ
دکوم يو مسافر ورور د ديدن لاري به څاري
ناسته يوه پيغله وي قراره هره ورځ
اشنا
بيا به دي څوپه دغو ورکو لارو ګورم
ورکېږي په سلګونوله دې ښاره هره ورځ
هيڅ يوه ډولۍ هم دغه کلي
ته رانغله
وځي جنازي ترينه بې شماره هره ورځ
داټال به چيرته واچووکه کال ته اختر راشي
ماتېږي
چي شني څانګي له چناره هره ورځ
خپلواکه زوره وردي داښکاريان که ښکار پرېږنه ږدي
کميږي ځي کوتري
له کتاره هره ورځ
انجينيرمحمدهارون (خپلواک) کوديخيل