افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
د ګـلــو ګـیـــډۍ
دې نـفـرتــونـــو تـــه ، د مــیــنـي مـــدرســـه جـــوړه کــړه
بې اتفــاقـــى تـــه ، یـــوه لـــویـــه هـــدیـــره جـــوړه کـــړه
چې مرور زړونـه، پـخــلا شــي او شـــاډولـــي وکـــړي
په اتـفـــاق بــانـــدي د زړونـــو ســلــســلـــه جــوړه کـــړه
پـــښـــتــون ولـــس دی ، زورېــدلـــی کــړېـدلــی اشــنــا
دغه ولس ته، خوشحالـي یــوه تـــحــفـــه
جـــوړه کـــړه
هـــم د یــــووالــــي ګـلان وکـــره پـــه هــر لــــوري
کــــــي
بـیـا يې مـالیار شـه یــوه غــټــه بـاغیـچــه جـــوړه کـړه
چي خوشبوي يې نــسیـــم راوړي دې پښتون ولس ته
بـاغوانــه تــه ورتــه
ګــیـډۍ د ګل، درنــه جـــوړه کــړه