د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
ميرويس منصور

كلى

کلی
هرچا زړه کي چي سا تلی دی د کلي
زما یار خو نازولی دی د کلي


نوې مینه نوی کال نوي شیبي دي
څومره ښکلی وخت راغلی دی دکلي



ستا وعدې د را تلو څنگه شوې جانانه
دمڼی گل غوړیدلی دی دکلي



زوړ گود ر سړې او به او شین منگی مي
ښکا ري یاد نه دي یستلی
دی د کلي



خو افسوز چي اوس هغسي کلی نه دی
تغیر هر څه کي را غلی دی د کلي



ستا د وخت
ښکلي اوس دلته نه دي پاتي
غنم رنگه، هلک ښکلی دی دکلي



دخزان سپرې سېلۍ دي پرې لگیږي
چنارو
سپرلی هېر کړی دی دکلي

تورزاغان دي په سېلو_سېلو راغلي
هغه شین باغ یې لو ټلی دی د کلي

زه او ته
چي په اذان بې پا څیدلو
چا هغه امام وژلی دی د کلي



شین جومات منصوره لوړه مناره یې
په بمو چا
نړولی دی د کلي

د شاعر نور شعرونه ←