د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
سيدنجيب الله سادات

غزل

خوا په خوا هم ناست د تنهایي وېره په څه لرو
یو بل ته به ووایو چې هر څه
مو په زړه لرو



یو بل ته به ګورو د دیدن تنده به ماته کړو
مینه په یو بل پلورو خرڅاو ته نور څه نلرو



څومره یې که ليري زمانې له مانه یوسي هم
مونږ د خپلي میني دنیاګۍ کي یوبل ښه لرو



خير که یې په تور د تورو زلفو مونږسنگسار کړلو
گاني به گلاب بولو پروا د خپل ځان نه نلرو



څوک که مو ساداته په دار وخېژوي خیژوبه
مونږه مینان یود خپل یار لور ته کاته لرو



سید
نجیب الله سادات ترکیه

د شاعر نور شعرونه ←