افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
څلوريزي
لكه پرخه د هر ګل په شونډو څاڅه
يا نسيم شه د غوټۍ
په وربل ناڅه
که هدف دي خپل منزل ته رسېدل وي
وخت د يون دی اې! نصرته پاڅه_ پاڅه
---------------------------------------
نه بدوو به يو له بل نه زړونه
نه بېلوو
به يو له بل نه زړونه
مونږ په لوظونو کي دا پرېکړه کړې
چي ځاروو به يو له بل نه
زړونه
----------------------------------------
څوک چي له مونږ سره ډغري وهي
هسي له غرونو سره ښکري
وهي
اخر به خاوري شي له خاورو سره
چي له افغان سره ککري وهي