افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
شعر
پښتوښکلې ناوکۍ وه
دبابادغروهوسۍ وه
لاپه دښتوبيابانوکې
دهلم
ندريگستانۍ وه
خراسان کې وه مشهوره
اريايانوکې ژوندۍ وه
يوه خرماوه دبلوڅو
دخيبرواناگۍ
وه
په ترکانووه منلې
دعربويوه اجۍ وه
دپارسانوپه مجلس کې
بياترټولو لمړنۍ وه
دتاشقنديوه بى بى وه
بخاراکې عربۍ وه
دډهلي په تاج محل کې
يوه ښکلې پټانۍ وه
څه شوڅه هغه نوم
يې
په درياب کې چې کشتۍ وه
ددنياپه ننداره شوه
په زړه ډيره ميړنۍ وه
دهرچاوه ډيره خوښه
پښتو تل دزړه نرۍ وه
دهرچاد راز وه (گوډئ) (گوډئ دسوالگر ياملنگ هغه بوجۍ چې دهغه په غاړه کې وي)
دکچکول دسرروپۍ وه
ديوښکلى ياردپاره
دديدن يوه ليونۍ وه
دپښتون يار په دهليز کې
توروشپوکې سپوژمکۍ وه
پښـتون ياريې بې وفاووه
ځکه هروخت کوچيانۍ
وه
دبادشاه په ميخانوکې
د(غلام)يوه گړۍ وه