افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
بختور زېږون
په دښتو د مکې رنګين ګلونه وريدل
پيدا چي محمد (ص) شو رحمتونه وريدل
فضا شوه مينه _مينه کائنات نغمه _
نغمه شول
وږمې په نڅيدو شولې رنګونه وريدل
په لارو په کوڅو کي کول وړانګو اتڼونه
هر خوا د رڼو ستورو بارانونه وريدل
خورې شوې ځلاګاني د غوټيو اننګو
کي
له هسکه د ايمان دنور موجونه وريدل
د ژوند په مناروکيې د توحيد
نارې خورې شوې
د حق د رڼاګانو مشالونه ورېدل
د ستري امنې د زړه ټوټه راغله دنيا ته
نړۍ باندي سپرلي_ سپرلي وختونه
وريدل
نصرته د ژوندون ځولۍ شوه ډکه له ګلونو
هر خوا شوه مينه م
ينه الفتونه وريدل