د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
عبدالرشد مخلص

لنګر

لنګر لنگرخو نه دی



عبدالرشد مخلص



بـــــــــــــمونه نــور ور بـاندې مه اوروه!



۲۸/ ۵ /۱۳۸۶



دا خو مې سـر دی نو څه غــر خو نه
دی
پکــــــې د ویــنو طـــــــوفـان مه جوړه!
دا مـې زړګـی دی ســــــمـندر خونه دی
اورونــــــــــــــــه نور ور لاندې مه بلوه!
دا مې وطن دی څه ســــــــقر خو نه دی
چې د بلقـــیس تخت په شېبه کې راوړي
دا
خــــــــو پیری دی څه بشر خو نه دی
وز چې حـــــــــــلالې دایــــرې ته بیایي
دا د وزلـــــــوبې آس دی
خر خو نه دی
دا کوم دوستان چې درنه تــاو راتــاو دي
هـــــر یو یې دام بـــــوله وزر خو نه دی
پام، د
غلېـــــــــــم مخکې یې و نه باسې
د خـــــــــــټو تـوره ده خنجر خو نه دی
ته د ګیدړ په تور مــــــه نـــازېــــــــږه!
ډیر دوکه مــار دی نو زړه ور خو نه دی
د تا بــــــــوټان چې پـــاکوي هره ورځ
دا یې لکۍ
ده نو څــــه ښکر خو نه دی
غـــــــــوړه مالان د ګــــیدړانو په شان
هر یو یوازي دی لـــــــــښکر خو
نه دی
دا مــــــفت خواره دا چاپلوسان و شــړه!
دا خو دفــــــــتر دی څه لنګر خو نه دی
اشنا ایــــرو لانــــــــــــدې یې مه پټوه!
مخلص خو لـمر دی څه اخګر خو نه دی

د شاعر نور شعرونه ←