د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
سيدنيجب الله سادات

مورته

مورته




له زړه ګرانه او له تنه راته ګرانه



زه خو تېر
ورته له سره او له ځانه



په اوږو ېي تر کعبې پورې چې يوسم



د ارمان دنیا به هله شې ودانه




ستا په پښه چې کله سرکیږدم ای مورې !



خپل ضمیر راته غږ وکړي چې سلطانه



موری ! غږ ته می زر خېر دی
ها وکړه



که نه زړ ه خو به مې وچوي له خفگانه



که دی اوف له خولې نه ووت ګناه شوه



څه پرې ورسته که
بیا ډېر شې پښېمانه



ځان غلام او مور بادشاه ګڼه ساداته



دغه طمعه مې همیش ده بس له تانه



سيدنيجب الله سادات

د شاعر نور شعرونه ←