افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
نيمګړی غزل
نيمګړی غزل
ښاپيرۍ نغمه
دا د کوم افغان بی چاره مړی دی
دښتی
نه سيلاو چيرته راوړی دی
خوري په مخ څپیړي د حالاتو اوس
ورخ له پښتنو نه اوبو وړی دی
لار دي بریتوره ورته پریښوده
مه ډاریږه مار ندی دا پړی دی
نه رغیږي زړه باندي مي ستا ژبي
څو وراي د زهرو ګوزار کر دی
څنګه مي پښې، پولۍ پولۍ شولي
څومره دا زما میرات ژوند ستړی دی
ټول ښایسته ګلان مې د جانان وطن
هر یو یې
زما د بدن غړی دی
مه راځه مرګیه صبر وکړه لږ
لا خو د ( نغمې) غزل نیمګړی دی