افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
د جهاني صېب د يو غزل پر ځمکه
د جهاني صېب د يو غزل پر ځمکه
د زړه بيديا مې نن د چا
ياد په ډېوو ډکه ده
هره لمحه چې مې د هجر له لمبو ډکه ده
ياغي جنون له مې زاهده زولنې مه ګوره
د
ميخوارانو هديره له بلېنډو ډکه ده
ظالمه تا پرې زهرجن غاښونه خښ وو چې نن
د وطن هره ګلدره مې له بمو
ډکه ده
بد مست مې مه بوله زه مست يم پر سپيڅلي مينه
اې د ګناه وېشونکيه خوله د له اورو ډکه ده
په ګناهګاره ځمکه مه لږېږه خوار تنديه
دلته خو هره لوېشته زما ورور له ټوټو ډکه ده
ميوند
فدا