افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10557 شعرونه
هغه شپه
هغه شپه
ليکوال:ميرويس جلالزی
شپه مې د اوښکو په بهيدو پيليده
کله
چې ته به نه وي
زر انديښني وي يو زه
لکه کابل کې يو ورک شوی پښتون
چې دی خپل کور لټوي
او څوک يې نه ورښيي
زما نارې همدې شپې نه اوريدې
ښایي په ژبه به مې نه پوهيده
دا بي ايمانه توره
ای سهاره!
ای
ايمان دار موجوده
ته چې ژيړ لمر زيږوې
او پرې احسان نه لرې
ما توري شپې اوس وژني
بس مي ګناه همدا ده
وايې رڼا يادوې