افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
شعر
شعر
خدايږو د ټاکنې لارې ګرانې دي
دغه چم کې دومره ښکلاګانې دي
پرېيږدی چې څار د بادارانو کړي
سترګې، د حسينو غلامانې دي
ښکلي يې بې درېغه غړپوي رانه
څومره
مو د زړو وينې ارزانې دي
يار ته مې اوس ټولې لارې خلاصې شوې
بس د رواجونو کلاګانې دي
څه رنګين مح
فل او خرابات دي نن
يه ساقي قربان مۍ دې پرېمانې دي
دا د بدرنګيو او نفرت ماحول
دلته د فدا هڅې
ناتوانې دي
ميوند فدا