د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
نفيسه کوچۍ مليار

د قلم اوښکه

د قلم اوښکه



نفيسه کوچۍ مليار- اتريش



د بيلتانه ډيرو رنځو کې
سوځيدلي يمه



وزر مي مات دي الوتو نه غورځيدلي يمه



پس له مرگي نه به مي باد خاوري وطن ته
يوسي



د خپل وطن له هديرو نه شړل شوي يمه



نه مي مرۍ ځيني غږ وزي نه فرياد کوای شم



جسم
می روږ دی په احساس کې ېې وژلي يمه



ځيگر می سوځي آه مي سره د تناره لمبه ده



اور مي د خپلو ځينی بل دی
سوځيدلي يمه



د قلم اوښکي وبهيږي ر بيا هيواد وليکي



کوچۍ د نوم باندی وياړيږي درديدلي يمه

د شاعر نور شعرونه ←