د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
سمیع الله خالد سهاک

شهيدانو ته

شهيدانو ته




نن چی روان ووم په لار



ناڅاپی درز می واورید



نه پوهیدم څه و شو



له موټر کوز ځان می نږدی کړ ورته



ټپی او مړی په لسګونو ځوانان



په شا و خوا خواره وو



د ولایت مخی ته



وینی روانی وی هر خوا چی تلمه




******



بیا دښمنانو د
خپل کار وکړ



افغان ملت یی واویلا ته پریښود



او کوندی نور هم شوی زیات



له سلو زیات یتیمان


هغو چی تمه یی د دیدن درلوده



نور به یی و نه ګوری



چه په خندا ددوی غمونه کړی ورک




*****


د چا به پلار د چا به ورور وی دلته




د چا میړه د چا به خور وی دلته




څوک خو بی کسه نه وو



دوی د خدای په امر




د خپل وطن خدمت کړ




په سمه لار روان وو



د چا غلام نه وو دوی


دوی د بل چا په ګناه و نیوول شول



*****



خدای دی جنت کړی نصیب




دوی د وطن بچیان وو



خدای دی جنت کړی نصیب




*******



۱۳۸۶ کال



هغه ورځ چی د کابل د ولایت مقر مخی ته ځانمرګی
حمله وشوه او په لسګونو کسان یی ټپیان او شهیدان کړل



زه ساحی ته ډیر نژدی ووم زما په احساساتو یی تاثیر
وکړ او یو دا ...... می ولیکه



مننه



سمیع الله خالد سهاک

د شاعر نور شعرونه ←