پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
نظم
نظم
درڼواوبو په تل کی دکبانو منظره ده
په خوښۍ اوړي رااوړي
ددوستانو منظره ده
خوشحالی یی په تقدیر کی رانه وړی یی ښکلا ده
حرکت کی یی مستی ده هر خوځښت یی
بی پرواده
زه دسیند پر غاړه ناست یم ددی ښکلیو تماشه کړم
ځان بدبخت راته ښکاره شی پر ځان حوړه توره
شپه کړم
دا زه غم ته پیدا شوئ غم زما سکنئ ورور ده
داچه هر وختی راغلئ او میلمه زما پر کور ده
دی کبانو ته څښتن ده څومره فراخ جهان ورکړئ
له غمونو یی خوندی ده ورته فراخ مکان ورکړئ
هلته لیری راروانه یو بیړۍ په نظر راشی
دساحل خواته رادرومی لکه جوړ سی محشر راشی
دملاح په لاس کی دام وی
په خندا یی خوله وی ډکه
لکه جنګ چه یی ګټلئ په واه واه یی خوله وی ډکه
زه پر دیس غمونو وړئ ورته
ووایمه څه دي
وایی وګوره بیړۍ ته پکی دومره کبان مړه دي
په حیرت حیرت ورګورم دخونی بیړۍ پر لوری
چه په وینو لژند وینم دا سپیڅلي لکه ستوري
خپل غمونه رانه هیر شی دا پردي غمونه وینم
په فریاد فریاد جهان کی بیګانه دردونه وینم
عمری وخت دی تیریږی که خوښی وی که غمونه
چه غم نه وی
خوښی نشته له غمووزی خوندونه
په درناوی / محمدعلی عمری / مسلم باغ