پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
دهلمند شهيد ته
دهلمند شهيد ته
بیا زما ملت
زخمی شو
بیا زموږ سترګو کښی روانی شوی
هغه رڼی او څه تروی
آوښکی
چی په غمونو کښی روانی وی
د هر چا له سترګو
او کله وچی شی
له ډیره غمه
*****
او د هغه یادونه
او چی ویل یی هر وخت
؛په ما
څوک څه کار لری؛
د ځوان رښتینو مینه ناکو سترګو
یاد زموږ زړه ودرزاوو
او ما
په خوب ولید
چی زما په لور روان ګیلی کوی دی
او یوه ماشومه انجلی
چی هری خوا ته سرګردانه ګوری
وایی چی پلار می څه شو
او زه
په وچو شوندو
او لمدو شوو سترګو
وایم چی پلار دی له
هلمند
وغواړه....
******
هغه څپاند د غورځڼګونو ډک سیند
چی یی
زیږولی باتوران د تاریخ
او لا به یی وزیږوی
د شهامت ډک
او رښتینی
خلک
له پاکو زړونو سره
چی زوریدلی کړیدلی او غولیدلی هر وخت
د زور
ځواکو لخوا
او ګاوندیانو لخوا
لا هم ژوندی دی او تکل
د آزادی لری
دوی
او هر څه یی له لاسه ورکړل
نه ښوونځی او نه روغتون شو پاتی
نه
پوهیدم ددوی ماشوم به څه کړی
چی ښوونځی یی
خلکو وسیځلو
د نا پوهی په
دام کښی
ددی لپاره چی آدب دوی مړ کړی
ددی لپاره چی ژوندی دوی را حصار کړی همیش
او څوک باور ونکړی
چی دوی هم ځان پیژنی
د ځان دفاع دوی کړای شی
آما
نه پوهیږم
ددوی ماشوم
ددوی یتیم به څه کړی
زموږ مشران څه کوی
آیا پاریس او واشنګتن ددوی
له درد خبر دی؟؟
نه
ایا کابل ددوی له درد خبر دی؟
نه
*****
هغه زما
کله منی
هغه له سیند ډاریږی
نه پوهیږی
چی په کوم خوا لاړه شی
د خپل د پلار لټون کښی
هر خوا روانه
سرګردانه ګوری
چی ګوندی
پلار کړی پیدا
کله آسمان او کله ځمکه ګوری
کله بیدیا اوکله سیند ته کړی خوا
چی را پیدا به یی کړی بیا
او په خندا به یی کړی بیا
هغه د امیدونو انځور
هغه د هیلو ډیوه
به را روښانه یی کړی بیا
بعد له غرم
ی ۲:۲۵
۲۲ د غبرګولی ۱۳۸۷ کال
وزیر اکبر خان، کابل