د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10557 شعرونه
سيدنجيب الله سادات

غزل

دا خو رښتیا ده چې مرغان نه یووزر نه لرو
خو داسې نه ده چې په
تاباندې نظر نه لرو



مونږ د یوې پاڼې د سیوري پسې چېرته لاړو
سبب یې دادې چې چنار نشته نښتر نه لرو



په پردي ښارکې مو دا دنګه ځواني ډېرخوښوي
ښکلي هم ډېر دي خوپه دې ښکلو
باور نه لرو



زموږد زړه ښار ته چې دوي په دومره مینه راځي
مونږ د هنداروپه شان زړه لرو نه زر
نه لرو




( ساداته) دا خبره نه منم چې څوک یې وایې
چې زړه لرو خو پکې چېرې د ړزه سر نه لرو

د شاعر نور شعرونه ←