د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
احسان ال

غزل

غزل




د خپلو برګو سترګو زور ته کړه حیرانې شیبې



په څنګ وروګوره او
تم کړه دا روانې شیبې



تا ترې نانځکې جوړولې ،ما د شګو محل



های ! اوس مو وتې دي له لاسه ماشومانې شیبې




مونږ زنځیرونه ډیر ورواچول د سپینو اوښکو



خو بیا مو هم ایسارې نه کړې پهلوانې شیبې



ستا مخ او څڼې لکه غبرګې معجزې د موسی



ته به کړې ډیرې د زړه سره مسلمانې شیبې




زما یوسفه !
په یوه جلوه یې زړونه سپین کړه



زما په سپین زړه به تر څو وي بدګمانې شیبې




زه به ژوند ګرانه نذرانه کړم ستا یوه نظر ته



نه دي پر ما د ژوند پرستو په څیر ګرانې شیبې




مونږ یې چې دل کړو د شینکي
اسمان تر ژرندې لاندې



وي دې درمله تر ابده سرګردانې شیبې

د شاعر نور شعرونه ←