د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
ډاکټر حم یدالله حبیبی

وژاړه

مـــــات مـــنګیه په ګــــــودر وژاړه
دښـــکلې پیــغلې په سفــــــر وژاړه



په سپین مړوندیې بنګړې شورنکوي
زمــــــــا دکلــــــــــې په اختر وژاړه



وایــــــــــم دکــوم یوسترګور له لاسه
د دغــــــه چم په مازیګــــــــــروژاړه



چــې ما اوتا ورکې له سیلــــــه با سې
په زوره زوره یې لــــــه نظر وژاړه



دشنوطـوطیانو یې چې کډې بارکړې
لـــــــــــــدې
نــاترسه جادوګړ وژاړه



ددغه ظلـــــــــــم مې ویریږې کلـــــه
جګ لکه ونه دنخــــــــــــــــتر
وژاړه



دایودوران دې چې تیرېږې اشنــــــــا
ته لکه ګل دشین سحــــــــــــر وژاړه



"ح
بیبې"
جلال اباد\درونټه
ننګرهارپوهنتون
1385

د شاعر نور شعرونه ←