د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
جاويد دريځ

محبت

محبت



نن مې سم تړون د محــــــــــبت کړى



کلک مې له نفرت څخه نـــــفرت کړى



بس له ځانځانۍ لاس په ســــــــرکيږمه



خداى راته هم امر د وحـــــــــدت کړى


ژوند له به ښکلا د مينې ورکــــــــړمه



پيل مې په ښکلي عبــــــــــــــادت کړى



هسک سر لکه غر
وړمــــــه ټيټيږم نه



خو دخو مې پښتو او افغانـــــيت کړى



ټينګ به يې له غاړي نه رانــــــــيسمه




چا دريځه ظلم په ملــــــــــــــــت کړى


جاويد دريځ

د شاعر نور شعرونه ←