افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
شعر
وشينده وزرې د رحمت پرښتې وشينده
نن مو پر وګړيو د کرم خزانې وشنده
لپه د درغوټه کړه شهيد يم دعا نه غواړم
روح ته مې د مينې د وطن ترانې وشينده
دلته د خيام کوڅه کې مه لټوه مړې ايرې
ورشه د زاهد په نغري سوي ښيرې وشينده
يه قاصده ژوند لرم وطن لرمه ننګ لرم
درومه
د دښمن په مخ زما ارادې وشينده
ستونی مې درچاودي ساقي سترګې مې در ووتې
تږی بلا تږی يم په سر مې کاسې
وشينده
ميوند فدا