د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10557 شعرونه
د ښاغلي عبدالرحيم "هلال" شعرونه

غزل

غزل
خپل احساسات را پاروو زړونو ته شور ورکوو
د زمانې ياغي پوځونو
ته خپل کور ورکوو
موږ پښتنو نه چې غليم کله کسات اخيستې
توپک يې خپل وي ګردنۍ ورته پور ورکوو
چې موغليم ته
زموږ د ويني ضرورت پېداشي
موږ مېړني تربو ر تري ګرزوو خپل ورور ورکوو
د جنګ ښامار رانه څه ستري ککرۍ
وخوړې
څومره چې وژني بس هغومره ورته نور ورکوو
لښته يې نه نيسو موږتش دبل دډول غرزاته
څڼکي څنډ وهو نري
اتڼ ته زور ورکوو

د شاعر نور شعرونه ←