د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
محمد قسيم ستون

خندا او فريادونه

خندا او فريادونه



سلګۍ وي هم خوښي وي هم ژړا او فريادونه



ښادي او غم مو ګډ سو وي خندا او فريادونه



سهار له دي کوڅي څخه ډولۍ وړي او نڅاوي



م
اښام په دغه کلى وي غوغا او فريادونه



په خپلو اوښکو لامبي د ډيوي په شان څه خلګ



پر سر باندي اوربل راوړي رڼا او فريادونه



ددي يتيم ماشوم خو لومړنۍ خبره دا وي



ګويان په نيمه ژبه واي (وائي) بابا
او فريادونه



توښه درسره يوسه له جهانه او بيا(ستون) سه



لحد کي په ښه نه درځي دنيا او فريادونه


محمد قسيم ستون

د شاعر نور شعرونه ←