افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10557 شعرونه
شعر
چی دی وړئ دئ له ما دی او دین ته یی
بل څوک نه دئ په داظلم تعین ته
یی
رقیبان په څه کی نه دي در پوهیږم
چی می اړوی په تور او په سپين ته یی
دډیوی دبلولو حاجت نشته
په هغه کور کی چی ناست مه جبین ته یی
دا چی ستا یي نر حوران دجنت خلق
له هغو نه
یو زما په یقین ته یی
دچمن ګل سمن یاسمین څه کړم
چی زما ګل و سمن و یا سمین ته یی
چی
دی درست جهان دحسن تماش بین شه
ځکه ځان ته غره تللئ خود بین ته یی
چی په هر درو دیوار دي پر تو لګی
هغه هسی رنګ آفتاب مبین ته یی
په څه ذوق او شوق به سا دهغو خیژی
چی په سر پوری یی ناست په
بالین ته یی
چی رقیب غوندی تور دیو یی حکومت وړی
دسلیمان حمید په لاس کی نګین ته یی
لیږونکئ :محمدعلی عمری
جنوبی پښتونخوا مسلم باغ