افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
اي سپر ليـه
اي سپر ليه
تا چي دا ښكلي وږمي راوړي
دفردوس له جنتونو
دځمكي لمن دي
وپو ښله
دعدن
په رنګارنګ ګلونو
په كي تل به
پونځيدلو
خيا لونه غوړيدلو
داد ژمي ساړه
وختونه
ستا درا تلو په هيله
په هوسونو تير يدلو
خو:
پټ په غوږ كي غلي راته وايه
غمازان چي خبر نه شي
دوږ مو په ژبه
دادي ټوله
په كومه لاره دي را وړ ې
چې نه مي احساس وتخنيدلو
نه مي زړه وښوريدلو
نه مي
فكر
وغوړيدلو
نه مي داشنا دكلي كور په لورې
خيالونه والوتلو
ستا په لمن كي دي ګلونو
اورنګونو
دشنه
اسمان په غيږ كي
ځپو ځپو اوريځو
دي دباران لړيو
زما دذهن په سپيرو كوځو كي
هيلي ارمانونه
مستي اوهو
سونو
ولي نه وغوړ ولو
دغزني ښار ۲\۱\۱۳۸۷