افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
پدراميانو ته
څرنګ له خبرو چي خبرې پيداکيږي
مينه کې هم لوړې او ژورې
پيداکيږي
مه بوله زړګئ مې ګنهګارديوڅه حق لري
زړونه چې به مينه شي سندرې پيداکيږي
نشته هيڅ مزه مې نن
دغر او نه د کلي
نه پکې چنارنه هم نښترې پيداکيږي
ټيټ وڅوک راغلى وپرلوړو مسخرې کا
باز يې ښکاروې که و کوترې
پيداکيږي
هرژوندى زوال لري او هر زوال يوه نښه
ميږى چې شي بدبخت نو يې وزرې پيداکيږي
ماچې پرې حساب کړ هغه
نن مې دحساب سړى
شاته يې څوک شته چې ترې لښکرې پيداکيږي
مه تنګوه زړه \" ګل شاه \"دژوند همدغه کار دى
خير!
ژوندکې کله کله کيسې سترې پيداکيږي