د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10557 شعرونه
عبدالقادر مجرم

شعر

شعر



په لاره نا بلد وم چې کاروان ته ژړیدم



خبره داسې نه وه چې وځان ته
ژړیدم
اسمان ته مخاطب وم و اسمان ته ژړیدم



هم دغه مې امېد وو چې سفر به مي اسان شي
په لاره نا بلد وم چې
کاروان ته ژړیدم



چې ژوند یې زما له ژونده مخالف نه وو لږ هم
دداسې یو بد بخته وداستان ته ژړیدم


په دغه خو ساقي جامونه واړولو بل ته
پرون بېخوده شوى وم انجام ته ژړیدم



هم دغه کمزوري رقیب لېدلې ده زما
یو ورځ زه دخپل یار د در دربان ته ژړیدم



چې چل دبت پرستو رانه وشولو مجرم
ه
معافي مي دخطا غوښته وجدان ته ژړیدم

د شاعر نور شعرونه ←