افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
غزل
غزل
ولې داسې غلى يې څه نه وايې
ګرانه چا رټلى يې څه نه وايې
حسن ګناهګار
دې خطاګانې كړي
ته څومره سپيڅلى يې څه نه وايې
ښكلي بس كاته كوي غږيږي نه
خدايږو ياره ښكلى يې څه نه
وايې
ځار دې له منصورې حوصلې نه شم
دار ته را ختلى يې څه نه وايې
پيژنم تصوير يې د خواږه جانان
زړه نه راوتلى يې څه نه وايې
بيا دې ياغي حسن كې مستي نشته
بيا چا ژړولى يې څه نه وايې
ډيره موده وشوله څپاند اشنا
كومې
خواته تلى يې څه نه وايې
عبدالجبار څپاند