افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
د كوكنارو ناوې
د كوكنارو ناوې
ګله يم
ښايسته
زهرجنه
نشتر په لاس
د زهرو پر كروندو
كې
لمده ـ خيشته
كوكنارو ته وينه
څڅوم.
ګله يمه
په سويل كې غړيدلې
په لوديځ كې لويه شوي
په ختيځ كې سينګار شوى
په شمال كې واده
شوى
زه ناوې د كوكنارو يم
د واده نڅا مې ګډه پر كرونده ده
زه د زهرو پوروړې
رپيږم
مړاوې كيږم
مړه كيږم.
ګله يم،
د اغزو سره په درد خاندم
ژاړم
پلار مې پوروړى د
زهرو
زه پوروړې د عاطفې يم
زه پوروړې د م
ينې.
زه د كوكنارو ناوى
په سويل كې غړيدلې
په لوديځ كې لويه شوي
په ختيځ كې سينګار شوى
په شمال كې واده شوى
مړاوى
غړنده
زه د مينې پوروړې
زه د عاطفې پوروړې