د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
عثمان حمیم

شعر

شعر



گودر ته لاړه پسې لاړم مورې



منگی یې ډک وو بېرته کور ته راتله


ماورته لاس ونیو چې ستړې مه شې



لاس یی لانده وو او مړوند یې راکړ



مړوند یې ډک وو له بنگړو ما یې
بنگړي ونیول



بنگړي یې مات شول او نارې یې کړلې



د ظالم زویه !



د بنگړیوالې پور لا پاتې وو


دا څه دې وکړل



ماترې بښنه هم و نه غوښته راوتښتیدم



مورې غنم راکړه بنگړي پرې شالیلا ته اخلم

د شاعر نور شعرونه ←