افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
غزل
غزل
كور ته د سرو مُلو د غزلو پر لار ووتم
نن له بدمستيه د هوښيارو له ښار ووتم
لاره د هندارو كي اوبو غوندي روان ومه
ژوند مو په تياره كي و خو زه روڼ سهار ووتم
څنګ كي له غرور سره ملګرى له ازله وم
ځكه نو له قهره په ډېر برم د قهار ووتم
تاب نه و په ما كي سوځولم يې د نُور شغلو
پټ په توره شپه كي زه له ښاره د يار ووتم
هر چړپي د جام كي يو جهان غوندي كيف و اوري
ورك په دې جنون كي نن له بېري د نار،
ووتم
شوخ نظر د سرو غشو په څېر دئ را روان خدايه
ځان سره هم وايي چي د خوږ زړه په ښكار ووتم
ما د ساقي نوم
باندي تر روڼ سهاره وېش وكى
وار چي پر ما راغلى له غروره كنار ووتم
كار غواړي پتياله څه ساده مبارزه نه
ده
دې خلكو لپاره روغ سړى وم پرهار ووتم