افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1606 شاعران10540 شعرونه
ننى پښتون
ها د بابا د پاني پت هنگامه
ها د نيكه د آزادۍ تلوسه
ها د ملالي د غيرت خرخښه
ها د اكبر د مينتوب جذبه
هغه د كروړ د غيورتوب نښانه
ها د خوشحال د برمه ډكه څېره
ها د
حميد د رزم بزم دېره
ها د رحمان د تصوف افسانه
ها د مومن د پاكي ميني څېره
ها د فرهاد د عاشقۍ انگېزه
ها د
ادم د لېونتوب ولوله
ها د درخو د خوږې ميني كيسه
پښتونه تا كي اوس هيڅ نه ښكارېږي