د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10557 شعرونه
محمد سميع صادق

غزل

د بې قراره ژونده سـتا تر مينې يو اسـلام راسره مل دی
لـه ازلـه پـه نـصــيـب
کـــې دا پـيـغـام را ســــره مــــــل دی



و دې اغــــــزنـــې ﻻر تــه مــې قـــــدم د اشـــنـــا کـــــــړ ی
په خــيـال کـې دې وصال يو خــوږ انجام راســره مــــل دی



ســتــا د حـوصـــــول پــه دې
هــــوډ پــه دی تــــکل کـــــې
يــو هــمـســفــــر صــــادق الـــــهـام راســــــره مـــــــل دی




تـر ســـهاره د تـــورو شـــپـــو یــکـړ مــسـافــر نـه یــــــم
رهـنـمـا د نـــوره جـــوړ شـیـريـن انــدام را سـره مـــــل دی



د تـــــندې د اهــــاړه چـــې تـــیــریـــږم نـــه بــــــیــریــــــږم
د یــار د شــــونـــډو یـــو ســــور جــام راســــره مـــــل دی



پـاڼـه پـاڼـه د ګـلـشـن بــه مــې د یــار پــه نـــنـداره ســــــي
د بهشتـه څه سـتون سوی ښـکلی ګلـفام راســـره مــــل دی




د دې مـــیـنې اســــمـانې صـــــدر لـه جهـانه یو پـټ کــــړي
زریـن پــه ســتورو رومــانــي
ښايسته مـاښــام راســره مــل دی



سـتا په دربار کــې زه ګل کیږم ځان پر تا باندې شــیندمــه
ستا و حسن
ته سـتا جمال ته لیمه لیمه سلام را سره مل دی



سـمــیع خـالــي ﻻســـونـه نـه درځـي سـتـا و حـضــور تــه
د زړه حــــال او ســــوغـات د دې کـلام را ســـــره مـــل دی

د شاعر نور شعرونه ←