د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1606 شاعران10540 شعرونه
د ښاغلي اسدالله زمری شعرونه

د لمبو کلی

وسو په لمبو کې د لمبو کلی دا د ښکلو هیلو او اسرو
کلی
هره خښته ئې زما ټوټه دزړه خټه
ئې په وینو وه لمده دزړه
وه هوائې مسته ولوله د
زړه دا مې وو د روح د اوسیدو کلی
وسو
په لمبو کې د لمبو کلی
هلته اوسیدل مې امیدونه ټول هلته غوړیدل مې ارم
انونه ټول
هلته نڅیدل مې هوسونه ټول دا زما د ټولو
اندیښنو کلی
وسو په لمبو کې د لمبو کلی
هلته جذبې مې د ځوانۍ
پټې &nbs
p; هلته انګازې مې دیارۍ پټې
هلته مې د زړه بی قرارۍ
پټې &nbs
p; دا مې وو د مستو ولولو کلی
وسو په لمبو کې د لمبو کلی
هلته احساسات ټول خوټیدل زم
ا هلته ټول رازونه ښکاریدل زم
ا
هلته ټول غمونه بلیدل زم
ا دا مې د
ښادیو او غمو کلی
وسو په لمبو کې د لمبو کلی
هره پوله ئې حد وو د غمو زم
ا هر پټی
ئې کښت دترانو زما
هر بوټی ئې ځاله دآرزو زم
ا دا مې د
شنیلیو او ورشو کلی
وسو په لمبو کې د لمبو کلی
هر انګړ کې جوش وو د ژوندون غلی هر کور کې جنون وو د هامون غلی
هره خونه کې ئې نن،سبا،پرون غلی دا مې وو د غلو تو فانو کلی
وسو په
لمبو کې د لمبو کلی
هر خواته ژوندۍ وې د پاڅون هڅ
ې هر خوا غږیدلې د لټون هڅې
هر
شی کې تودې وی د بدلون هڅ
ې دا مې وو د ځوانو تلوسو
کلی
وسو په لمبو کې د لمبو کلی
هلته کلمې لکه سکروټې
وې هلته ارادې تر
پولاد کلکې وې
هلته پیمانونه ټولې ګټې
وې داو و د
زیارکښو پرګنو کلی
وسو په لمبو کې د لمبو کلی
دا کلی وو جوړ مې له شعرونو
نه ښکلو څلوریځو غزلونو نه
جوړ وو له روانو سیلا وونو
نه دا مې د
احساس د پلوشو کلی
وسو په لمبو کې د لمبو کلی
بل پرې مجاهدو سره اورونه کړل جګ ئې ورته زړه نه تور دودونه کړل
خاورې
اوایرې ئې سره لالونه کړل جوړ تری شو
د ورانو کنډوالو کلی
وسو په لمبو کې د لمبو کلی

د شاعر نور شعرونه ←