د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1606 شاعران10540 شعرونه
محمدعلي عمري

غزل

ورځ وی رڼا دشپی دی رنګ ورک شی
علم را ځی خو که دا جنګ ورک شی



ناز به می
څوک اخلی دزړه له کومی
آه که له ما دمورکۍ څنګ ورک شی



ستا دزلفینو خوشبویی می بس ده
هیڅ پر وا نشته که
لونګ ورک شی



له سپین مړوند سره بنګړي مزه کا
څه یی مزه که ځنی شرنګ ورک شی



اغزي کري تل دګودر پر لاره
له چا چی دین ایمان او ننګ ورک شی



عمری عقل به مو ځای ته راشی
که له وطن مو بوی دبنګ ورک شی

د شاعر نور شعرونه ←