افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1606 شاعران10540 شعرونه
تا نه وينمه
تا نه وينمه
ليکوال: ميرويس جلالزی
سوگند کومه، کله
چې می ته وليدي
ټوله دنيا راته خيالي او دروغی ښکاريږي
لکه د رود تر څنگ ولاړ هسک چنار
چې پاڼه نه
پيژني
لکه ګلاب چې کړي بي سده بلبل
نو اوس..
څرنگه لومي نه دانه ټوله کم
لکه غافل مرغه دام
نه پيژنم
ته ېې د ميني یوه بی پايه کوڅه
ته تر سپوږمۍ او تر آسمان هم ښايسته
ته یوه ښايسته هیله ېې
تل می
خوبو ته راځي
خو زه تا نه وينمه