پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
داسلام توره
داسلام توره
پر ما د پڅي ګمـــان مــــــه کــــــوه تيره
توره يم
زه له ازلــــه و ګذار ته امـــــاده تـــــــوره يم
ما چي په بدر کښي
ريزه کړې طاغوتي ککرۍ
په ما کښي نه راځي بدلون اوس هم هغه توره يم
تاريخ په خپله کړي په ډاګه ځما له
شانه قصې
غليمه تـــوره د اسلام يم مســـــتانه تـوره يم
ما و فرعون ته هم ورکړه د عـبرت درسونه
زه د موسی او د هارون د لاس روڼه توره يم
ځما د قوت تفصيل له عاد او له ثموده زده کړه
تــــوره د هود او د صــــــالح يمه لمبه تـــوره يم
هغه هم زه وم
چي برباد مي کړ نمرود او شداد
د ابراهـــيم (ع)د توحيد توره يم تـوده تــوره يم
په يوه
ضربه ځما ، ابليس سو تر ابده ملعون
زه له آدمه تـــــر دې دمه يــــکرنـــګه تــــوره يـم
هم
ګفتاري د محـــــمد رســـــول الله يـمه زه
زه د عمر او شيرعلي مستــــعمله تـــوره يـم
د ظالمانو پر سر تندر يمه قــــهر او غــضب
د مظــــلومانو غم شريکه يم
درنــــه تـوره يم
د ( ابوالفضل ) په صفت هم منوره سومه
معين الدينه خامه نه يمه
پخه توره يم