د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1606 شاعران10540 شعرونه
نسیم ستوری

غزل مـه ليکه

غزل مـه ليکه




زمـا د خــوږ
زړګـی ارمـانــه تـه غــزل مـه لـيـکــه



راشــه تـه تـیـر شــه د خــفــګـانــه تــه غـزل مــه ليکـه



چـې دی رسـوا د تــورو زلـفــو پـه ټــال وځــنګلى



د تــورو زلــفــو بــنـديــــــوانــه تــه غــزل مـــه لـيـکـه



چـې مـې دا سری شونـډی دا ستا پـه انـنګو پریوتـی



زمــا د اوښــکــو قــدردانـه تــه غـزل مـــه ليــکـه



د خــلکـو سـترګــی در پــسی
دی د نـظره بـه شـى



لوګی لوګی شـمـه لـه تـا نـه تــه غــزل مــه لــيـکــه



دا فـاصـلـی زمـا او ستـا پـه منـيځ کـې چـا راوستی



د بـيلـتون خـونه دی شی ورانه
ته غـزل مه ليـکـه



نن د پـښتـون قـامی وحــدت زیـری خـو تـا راوړ ی



ای نسیم ستوریه پــه مـا ګـرانـه تـه غـزل مـه ليـکـه

د شاعر نور شعرونه ←