افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
شعر
شعر
نن بیا د وعدې شپه ده انتظاره نڅیدای شې
دسترګو په زامبل مې
ترسهاره نڅیدای شې
ترڅو چې زما په سترګو دانامراده مستې ځانګې
ترهغه مې رګونوکې خماره نڅیدای شې
قدم دمسیحا چې مې په کلي کې پردی شو
دزړه په سرمې ټول عمر پرهاره نڅیدای شې
په زور دغرغړو به
دواعظ فتوا کڼه کړم
جنونه که په روح کې مې ترداره نڅیدای شې
ازل یې په هرنفس کې خوږمن زیګروي کرلی
منم دې په دې کلي کې سنګساره نڅیدای شې
ترڅوچې په دې چم کې سرکښي په ځان غاره وي
په هر درشل دسرو
وینو افشاره نڅیدای شې
اوس لري غضري په نااشنا جحیم کې وسم
که راغلم بیا مې مخیته نیګاره نڅیدای شې