د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
نوم ورکی

دا پر تــــــا څه شوي دي

ما درته خــــــتم کړو کتـــــــاب دا پر تــــــا څه شوي
دي
خــــــــو ته هيــــڅ نه وايې ځـــواب دا پر تا څه شوي دي
نور مـــــــــې د اوښــــــــــــکو بهـــــــولـــو څخه ويره وکړو
پــــام کـــــوه وړيدي دا سيـــــلاب دا پر تا څه شوي دي
لـــــــه دې نه ورستـــه يې په خداى په چاوديدو ويريږم
زړه مــــــې شو سپک لکه حبـاب داپر تا څه شوي دي
غــــــــواړم اشنا چې دا ســــــــــــرکــــش فکر دې وتړمه
د خپــــــــــلو زلفـــــــــو په تنـــــاب دا پر تا څه شوي
دي
پـــــــه کـــــــــاڼــــــــــي زړه کې چرته لږ رحم لرې او کنه ؟
زمــــــــــــا دې عمـــــر کړو
خراب دا پر تا څه شوي دي
جـــــــــــانــــــه تـــــــر څو به د رواج پر لمبو ځان سوزوې
پکـــــــــاردى ښـــــــکلى انقـلاب دا پر تا څه شـوي دي
مغــــــــــروره ! ډيـــــر د خپل غرور په نيلي وګرځيـدې
لــــــــږ يادوه د خــــــــداى عـذاب دا پر تا څه شـوي دي
افسوس په دې چې د خالق په دومره لوى مخلوق کې
مرهــــــــــوني ته کـــــړې انتخــاب دا پر تا څه شوي دي

د شاعر نور شعرونه ←